په سټنډرډ عالي شورا کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د سټنډ‌رډ عالي شورا رئيس الحاج ملا برادر اخوند تر رهبرۍ لاندې (۳۰) سټنډرډونه تصویب شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۳:۳۶
شورای عالی ستندرد

٢٨ جمادي الاول ۱۴۴۶ هـ.ق

په دې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د یادې ادارې مرستیالانو د وزارتونو او امارتي ادارو مرستیالانو، رئیسانو او د یادو برخو مسؤلینو ګډون کړی و، چې د مرمرینې ماڼۍ د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

غونډه د قرآن عظیم الشان د آيتونه په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر د خلکو په ژوند کې د سټنډرډ د ارزښت او اغیزو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه، هغه وویل: سټنډرډونو زموږ سره مرسته کوي څو هېواد ته د بې کیفیته توکو له ننه وتلو مخنیوی وکړو. نوموړي د سټنډرډونو په تطبیق تاکید وکړه او وویل: د وزارتونو او امارتي ادارو ټول مسؤلین مکلف دي، څو سټنډرډونه په جدي ډول تعقیب کړي او د هغو د تطبیق په برخه کې ډېر هڅه او زیار وباسي.

وروسته د سټنډرډ ملي ادارې لوي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم د انسا ادارې کاري راپور په مختصر ډول وړاندې کړو او وویل: د سټنډرډ جوړونې پروسه په جدي او کره ډول او په ځواکمنې ارادې سره افغانستان د پرمختګ او ترقۍ خواته بیايي او سټنډرډ ملي اداره پراخې او ډېرې برنامې د ملي پالیسیو د جوړونې، د کیفیت د تثبیت او کنټرول په برخه کې تر لاسه لاندې لري.  

د سټنډرډ ملي ادارې رئيس په خپلو خبرو کې زیاته کړه: موږ د خلکو د ژوند د کیفیت کچې لوړولو، د افغانانو اقتصادي ودې او په هېواد کې د سوداګرۍ پراختیا ته ژمن یو.

د غونډې په پای کې د ستنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمد آصف قانت د نهايي شویو سټنډرډونو خلاصه چې د ادارې د تخنیکي کمیټو لخوا تصویب ته چمتو وه، غونډې ته وړاندې کړه.پدې سټنډرډونو کې ۳۰ سټنډرډونه او د ازمایښت ‌کړنلارې یې چې د (نفتي توکو، ودانیزو توکو، حلالو توکو، د مدیریت کیفیت سیستم، چاپیریال، کیمیا او پلاستیک، خوارکي توکي او کرنیزو محصولاتږ، نساجي او چرم، الکتروتخنیک او مخابرات، درملیزو او سنګاریزو توکو، کانونو، روغتیا او طبي وسایلو) اړوند و.

یاد سټنډرډونه وروسته له څېړلو او بررسي څخه د سټنډرډ عالي شورا لخوا وروستي او تصویب شول.

په پای کې د سټنډرډ عالي شورا د غړو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او غونډه په اختتامیه دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ عالي شورا کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د سټنډ‌رډ عالي شورا رئيس الحاج ملا برادر اخوند تر رهبرۍ لاندې (۳۰) سټنډرډونه تصویب شول