*په سټنډرډ ملي اداره کې د کیفیت د مدیریت سیستم د سټنډرډونو د جوړونې اړوند غونډه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۳:۴۱
*په سټنډرډ ملي اداره کې د کیفیت د مدیریت سیستم د سټنډرډونو د جوړونې اړوند غونډه ترسره شوه

پدې غونډه کې د اړوندې کمیټې رئیس او غړو ګډون درلود چې د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

 پدې غونډه کې د تفتیش اصولو او د صادراتو او وارداتو لپاره د خوراکي توکو د تصدیق پاڼو د ویش (CAC/GL 20-1995) سټنډرډ په مسودې، د چاپیریال د مدیریت سیستمونو د سټنډرډ په مسودې- اړتیاوې له د کارونې له لارښوونو سره، تخینکي اصلاحیې ۱ (ISO14001:2015/Amd.1:2024) او د (14001:2015) ملي سټنډرډ باندې بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

CAC/GL 20-1995 سټنډرډ بیلابیلو هېوادونو سره مرسته کوي څو د خوراکي توکو د خوندیتوب سیستمونه او د خوراکي توکو د وارداتو او صادراتو څېړنو ته وده ورکړي.

ISO 14001:2015 سټنډرډ له بنسټونو سره مرسته کوي څو د چاپیریال اړوند فعالیتونه ښه کړي او ددې سټنډرډ له اغیزمنې کارونې سره د چاپیریال فعالیتونه ښه کیږي او په چاپیریال کې منفي اغیزې کموي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې د فني هیئت غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې فني هیئت غونډه جوړه شوه، چې د کانونو له سکتور سره اړوند د معیارونو مسوده وڅېړل شي او وروستۍ شي.

په دې تخصصي ناسته کې، مولوي محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین په اړه غونډه جوړه شوه

د چاپېریال جامدو مټریکسونو اړوند د معیارونو د مسودې د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، ددې ادارې په تالار کې جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS

*په سټنډرډ ملي اداره کې د کیفیت د مدیریت سیستم د سټنډرډونو د جوړونې اړوند غونډه ترسره شوه