په سټنډرډ ملي اداره کې د کیلې سټنډرډ د تالیف په اړه تخنیکي ناسته ترسره شوه
د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي او کرنيزو محصولاتو د سټنډرډونو د جوړولو د تخنيکي کمېټې غونډه د سټنډرډ د تدوین او ترويج رياست د کارپوهانو او د علومو اکاډمۍ د کیمیا، بیولوژي او کرنې د مرکز مشر او اړوند غړو په ګډون ترسره شوه.
په ياده غونډه کې د کیلې د سټنډرډ د طرحې په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو تخنيکي بحثونه او د نظريو تبادله وشوه او د ډاکټر محمد وکيل رحيمي له خوا د سټنډرډ او سټنډرډ کولو پريزنټيشن هم ورکړل شو.
