په سټنډرډ ملي ادارې کې د بریښنایي تجهیزاتو لابراتوارونو، ساختماني توکو او تصدیق پاڼو  ډیزاینونو نهایي کولو لپاره غونډه جوړه شوې وه

Moasaq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۱:۱۷
په سټنډرډ ملي ادارې کې د بریښنایي تجهیزاتو لابراتوارونو، ساختماني توکو او تصدیق پاڼو  ډیزاینونو نهایي کولو لپاره غونډه جوړه شوې وه

دغه غونډه د سټنډرډ ملي اداري مالي او اداري  چارو مرستیال مولوي عطاالله فرید، د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مفتي محمد حامد، د مطابقت او ارزونې رئیس مفتي فضل اارحمن منصور, اداري او مالي رئیس مولوي حنیف او د مالیې وزارت رئیسانو، کارپوهانو او د اړوندو ادارو مسوولینو په حضور کې جوړه ترسره شوه.

په دې غونډه کې  برېښنایي وسایلو، ساختماني موادو لابراتوارونو  او د تصدیق څانګې د طرحې د نهايي کولو په اړه بحث او د نظریاتو تبادله وشوه. یادې پروژې مخکې د مالیې وزارت او د سټنډرډ ملي ادارې د ګډ تخنیکي ټیم له خوا تنظیم شوې وې او د پریزنټیشن په بڼه وړاندې شوې وې.

دغه پروژې د کورنيو توکو او توليداتو د کيفيت په لوړولو او د ملي عوايدو د زياتوالي په برخه کې ډېرې مهمې دي او د هغو پلي کېدل د هېواد د اقتصاد په پياوړتيا کې مهم ګام بلل کېږي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ ملي ادارې کې د بریښنایي تجهیزاتو لابراتوارونو، ساختماني توکو او تصدیق پاڼو  ډیزاینونو نهایي کولو لپاره غونډه جوړه شوې وه