په هېواد کې د رغولو او ودانولو د برخې د تولیداتو د معیاري کولو لپاره د سیخ ګول پر تولیدي فابریکو د نظارتي پروسې پیل.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۰ - ۱۵:۵
په هېواد کې د رغولو او ودانولو د برخې د تولیداتو د معیاري کولو لپاره د سیخ ګول پر تولیدي فابریکو د نظارتي پروسې پیل.

په هېواد کې د رغولو او ودانولو د برخې د تولیداتو د معیاري کولو لپاره د سیخ ګول پر تولیدي فابریکو د نظارتي پروسې پیل.

د سټنډرډ ملي ادارې، صنایعو او پانگونې خونې او د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو اتحادیې ګډې نظارتي کمېټې په بلخ ولایت کې د سیخ ګول فابریکې تفتیش او وارزولې.

د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو د فابریکو پر تولیداتو د نظارت ګډه کمېټه، چې له سټنډرډ ملي ادارې، صنایعو او کانونو اتاق او د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو د فابریکو له اتحادیې څخه جوړه ده، د انسا ادارې د استازو په مشرۍ د ګډې پرېکړې پر اساس بلخ ولایت ته ولاړل او په دې ولایت کې یې د سیخ ګول د برخې تولیدي فعالیت تفتیش او وارزاوه.

د نظارت ټیم د سیخ ګول د تولیدي برخې د فابریکو له مسئولینو سره وکتل او د معیاري کولو او سټنډرډونو د پلي کولو په برخه کې یې له هغوی سره معلومات شریک کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۰
Background image

افغانستان او ایران د معیار او کیفیت په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د تخنیکي او اقتصادي تعاملاتو د پراخوالي په لاره کې، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا عبدالله بشیر په خپل کاري دفتر کې د افغاسنتان لپاره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

BACK TO NEWS

په هېواد کې د رغولو او ودانولو د برخې د تولیداتو د معیاري کولو لپاره د سیخ ګول پر تولیدي فابریکو د نظارتي پروسې پیل.