د ډبرو سکرو په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو او په نړیوالو بازارونو کې د هغو د اعتبار د کچې د زیاتولو په اړه غونډه

Moasaq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۲ - ۱۰:۱۴
د ډبرو سکرو په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو او په نړیوالو بازارونو کې د هغو د اعتبار د کچې د زیاتولو په اړه غونډه

د سټنډرډ په ملي اداره کې د ډبرو سکرو په سوداګرۍ کې د اړینو اسانتیاوو د برابرولو او په نړیوالو بازارونو کې د هغو د باور د کچې د زیاتولو په اړه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس جناب الحاج ملا فیض الله تمیم، د دې ادارې تخنیکي مرستیال محترم مفتي محمدحامد، د سوداګرۍ خونو د صادراتو او پانګونې د پراختیا رئیس ښاغلي میرزمان پوپل، د اړندو برخو رئیسانو، د پوهنتون استادانو او د ډبرو سکرو یو شمېر سوداګرو برخه اخیستې وه.

په پیل کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس جناب الحاج ملا فیض الله تمیم مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، موږ شپه ورځ هڅه کوو چې د سوداګرۍ په مخکې پراته خنډونه له منځه یوسو او له خپلو ملي سوداګرو سره هراړخیزه همکاري وکړو. نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، راځئ یو بل ته لاس ورکړو، د خپلې ټولنې او خلکو ستونزې په ګډه حل کړو او په داسې ډول په غوره مسیر حرکت وکړو چې د خلکو، سوداګرو او نظام ګټې په پام کې ونیول شي. نوموړي د افغاني توکو او محصولاتو د پیاوړتیا او هغوی ته د نړیوال باور او پاملرنې د جلب لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د پراخو پلانونو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د سټنډرډ ملي اداره د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول په برخه کې پر خپل تصمیم ولاړه ده.

ورپسې ښاغلي میرزمان پوپل په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو په برخه کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او د هینګ، وچې مېوې او قیمتي ډبرو په برخو کې یې د لابراتوارونو د پراختیا او د انسا ادارې د اړینو اقداماتو غوښتنه وکړه.

په همدې ترتیب، د پوهنتون استادانو د ډبرو د سکرو او د هغو د کانونو په اړه له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل او ویې ویل، د ډبرو د سکرو په برخه کې د لابراتوار شتون او هغو ته د تصدیق‌پاڼې ورکول یوه اساسي اړتیا ده او باید د ډبرو سکرو د نامنظم استخراج مخه ونیول شي.

د غونډې په دوام د ډبرو سکرو د کیفیت د تثبیت او هغو ته د کیفي تصدیق‌پاڼو د وېش په برخه کې تیار شوی طرزالعمل د سټنډرډ ملي ادارې د پلان او پالیسۍ د رئیس له خوا له ګډونوالو سره شریک شو او مفصل بحث پرې وشو.

په پای کې مفتي محمد حامد په بېلابېلو برخو کې د کیفیت د کنترول د تثبیت په برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې د پراخو پلانونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، د ډبرو د سکرو په برخه کې د لابراتوار له رامنځته کولو څخه زموږ موخه د سکرو د ارزښت او نړیوال باور زیاتول دي چې دا د ټولو، په ځانګړې توګه، ملي سوداګرو په ګټه ده. نوموړي همدارنګه له سوداګرو سره ژمنه وکړه چې د دوی ټول مستند او مستدلل نظرونه او وړاندیزونه د سټنډرډ ملي ادارې له خوا په پام کې نیول کېږي.

غونډه د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر د رئیس محترم مولوي وحید احمد بدري له خوا د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې د فني هیئت غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې فني هیئت غونډه جوړه شوه، چې د کانونو له سکتور سره اړوند د معیارونو مسوده وڅېړل شي او وروستۍ شي.

په دې تخصصي ناسته کې، مولوي محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین په اړه غونډه جوړه شوه

د چاپېریال جامدو مټریکسونو اړوند د معیارونو د مسودې د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، ددې ادارې په تالار کې جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS

د ډبرو سکرو په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو او په نړیوالو بازارونو کې د هغو د اعتبار د کچې د زیاتولو په اړه غونډه