د سټنډرډ ملي ادارې د مالي چارو نوی آمر معرفي شو.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۲:۲۴
د سټنډرډ ملي ادارې د مالي چارو  نوی آمر معرفي شو.

محترم شمس الرحمن " عکرمه" د سټنډرډ ملي ادارې د مالي چارو نوي آمر په توګه رسماً معرفي شو. د معرفي په مراسمو کې د ادارې دفتر رئیس مولوي وحید احمد "بدري" , مالي او اداري رئیس مولوي حنیف آخندزاده او د ادارې ویاند عاشق الله وزیری او اړوندو شعباتو یو شمېر کار کوونکو ګډون کړی وو.
  محترم مولوي وحید احمد بدري نومړي ته د مالي چارو د آمر په توګه  د نوې دندې مبارکي وویله او د لوی خدای (ج) له درباره یې ورته په رښتیني خدمت کې د بریالیتوب دعا وکړه. هغه اداري بستونو کې بدلون يو مهم اصل وباله او شمس الرحمن "عکرمه" ته یې د پرمختګ هيله وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴۹
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د یو شمېر مسلکي بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې ترسره شوه

د معیار او کیفیت ادارې د مطابقت ارزونې ریاست اړوند د ډبرو سکرو لابراتوار تخنیکر؛ د ډبرو، خښتو، قیر او اسفالت جیو تخنیکي تخنیکر؛ د سمنټو، کانکریټو، ګچو او چونې لابراتوار تخنیکر؛ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۳۳
Background image

د معیار او کیفیت ادارې په کابل ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو له سکټور څخه څارنه وکړه

د ریاست الوزراء اقتصادي کمیسیون د محترم مقام د لارښوونې پر اساس، ګډې څارونکې کمېټې د کابل په ښار او ولسواليو کې د اوسپنيزو توکو د تولید په برخه کې د داخلي معیارونو د پلي کولو د ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د مالي چارو نوی آمر معرفي شو.