د سټنډرډ ملي ادارې په بلخ ولایت کې د سیخ ګول د خرڅلاو د مرکزونو او هټیو د تفتیش او څارنې بهیر پیل کړ.

Moasaq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۹:۱۶
د سټنډرډ ملي ادارې په بلخ ولایت  کې د سیخ ګول د خرڅلاو د مرکزونو او هټیو د تفتیش او څارنې بهیر پیل کړ.

د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې د مزار شریف ښار په بازارونو کې د سیخانو تولیدولو او د پلورلو  مرکزونو د پلټنې بهیر پیل کړی دی. دغه بهیر د افغانستان د اوسپنې او فولادو د تولید د فابریکو له اتحادیې سره په همغږۍ  سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت او ارزونې تخنیکي ټیم له خوا د مزار شریف ښار په ځینو برخو کې روان دی.
دا پروسه چې په هېواد کې د ساختماني ډګر د معیاري کولو په موخه له دې وړاندې په کابل ښار کې پیل شوې وه، د سټنډرډ ملي ادارې له خوا په شفافه او جدي توګه پر مخ وړل کیږي. د سټنډرډ ملي ادارې رهبري په هېواد کې د اوسپنې له ټولو پلورونکو او عرضه کوونکو څخه غوښتنه کوي چې د بې کیفیته اوسپنې له پلورلو ډډه وکړي، که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې د فني هیئت غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې فني هیئت غونډه جوړه شوه، چې د کانونو له سکتور سره اړوند د معیارونو مسوده وڅېړل شي او وروستۍ شي.

په دې تخصصي ناسته کې، مولوي محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین په اړه غونډه جوړه شوه

د چاپېریال جامدو مټریکسونو اړوند د معیارونو د مسودې د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، ددې ادارې په تالار کې جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې په بلخ ولایت کې د سیخ ګول د خرڅلاو د مرکزونو او هټیو د تفتیش او څارنې بهیر پیل کړ.