د کجورو د ډولونو ملي سټنډرډ

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۱:۱۰
د کجورو د ډولونو ملي سټنډرډ

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره د ګرانو هېوادوالو د عمومي روغتیا او سلامتۍ، د هېواد د پرمختګ او خوندي چاپیریال د رامنځته کولو په موخه، د ملي سټنډرډونو د جوړونې، دود کولو او تطبیق کولو مسؤلیت په غاړه لري.

د کجورو د ډولونو ملي سټنډرډ؛ د سیمه یزو او نړیوالو سټنډرډونو سره سم د هېواد د اقتصادي او سوداګریزو عیني شرایطو په نظر کې نیولو سره په هېواد کې د تخنیکي کمیټې له لوري جوړ شوی او ټولو ته د لاسرسي وړ دی.

په افغانستان کې د خرما اړتیا او د هغه د کښت لپاره مناسب اقلیم په نظر کې نیولو سره، پدې برخه کې د پانګې اچونې او د خرما د تولید معیاري کول په هېواد کې دننه او بهر ښه بازار موندلی شي.

د سټنډرډ ملي ادارې، د سټنډرډ کولو په برخه کې غښتلي ګامونه پورته کړي دي. دا ملي پروسه په کامل دقت او کره والي د کارپوهانو، د علمي مرکزونو او بنسټونو د نظر خاوندانو او د اړوند ادارو د متخصصینو په شتون سره هېواد د روښان راتلونکي، ودې او آبادۍ په لور بیايي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د کجورو د ډولونو ملي سټنډرډ