د ودانیزو توکو د سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي غونډه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۹:۳۶
د ودانیزو توکو د سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي غونډه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د ودانیزو توکو د سټنډردونو د جوړونې د تخنیکي کمېټې غونډه د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمېټې رئیس او غړو په ګډون سره ددې ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کانکریټ لپاره د کیمیاوي اضافه کېدونکو توکو د ځانګړتیاوو سټنډرډونه او د ازموینې کړنلارې تائید شوې او د فولادي میخونو د سټنډرډونو د مسودې په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.

د ودانیزو توکو سټنډردونه د ځانګړتیاوو، لارښوونو او تخنیکي او مسلکي کړنو یوه ټولګه ده چې معماران او انجنیران یې باید د جوړونې په برخه کې تعقیب کړي، ترڅو د ودانیو خوندیتوب او ثبات ډاډمن شي او د طبیعي پېښو پر وړاندې یې مقاومت زیات کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د ودانیزو توکو د سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي غونډه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه