د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو د تجهیزاتو چمتو کولو او تدارکاتو پروژې د قرارداد ورکولو پریکړې اعلان په اړه؛

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۰:۴۹
د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو د تجهیزاتو چمتو کولو او تدارکاتو پروژې د قرارداد ورکولو پریکړې اعلان په اړه؛

د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو تجهیزاتو د چمتو کولو او تدارکاتو پروژې قرارداد، د اندورا متاء محترم تجارتي شرکت ته، چې د جواز شمیره یې (54427) ده او د کابل مرکز په دوهمه ناحیه، قوای مرکز کې موقعیت لري، په مجموعي قیمت(19,549,228) نولس میلیونه پنځه سوه نهه څلویښت زره دوه سوه اته ویشت  افغانۍ ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض ددې اعلان له خپریدو څخه تر اوو تقویمی ورځو پورې، له خپلو دلایلو سره یو ځای، د کابل - جلال اباد لویې لارې سرک نو ته څېرمه، د صنعتي پارکونو په ساحه کې، د افستور پخواني ریاست ته نارسېدلی، د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو آمریت ته په لیکلې بڼه وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد د لاسلیک په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې تر بشپړېدو او د قانوني پړاوونو تر بشپړولو وروسته به قرارداد نه لاسلیک کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې د فني هیئت غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې فني هیئت غونډه جوړه شوه، چې د کانونو له سکتور سره اړوند د معیارونو مسوده وڅېړل شي او وروستۍ شي.

په دې تخصصي ناسته کې، مولوي محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین په اړه غونډه جوړه شوه

د چاپېریال جامدو مټریکسونو اړوند د معیارونو د مسودې د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، ددې ادارې په تالار کې جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو د تجهیزاتو چمتو کولو او تدارکاتو پروژې د قرارداد ورکولو پریکړې اعلان په اړه؛