د سټنډرډ ملي ادارې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ولمانځله.

Moasaq_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۳:۱۱
د سټنډرډ ملي ادارې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ولمانځله.

یکشنبه

۱۰/ کب/۱۳۹۹

د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ له لوري د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ د یوې غونډې په لړ کې ولمانځل شوه. په دغه غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس عزیز احمدزي، د هېواد یو شمېر امنیتي او دفاعي منسوبینو او ځواکونو، د دې ادارې مرستیالانو او کارکوونکو او دغه راز یو شمېر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو برخه لرله.

ښاغلي احمدزي د خپلو خبرو پر مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وستایل او دوی یې نه یواځې د خاورې، بلکې د وطن د هر فرد د عزت او هوسا ژوند ساتونکي یاد کړل. د هغه په خبره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د توان په وروستي حد کې له دې خاورې او خلکو دفاع کړې او ملاتړ یې زمونږ مسوولیت دی.

د غونډې په اوږدو د دې ادارې مرستیالانو هم خبرې وکړې او د امنیتي ځواکونو روحیه یې وستایله. د مراسمو په پای کې د امنیتي ځواکونو د ستاینې او لا هڅونې او د دوی د قربانیو او سرښندنو د ویاړ په موخه تقدیر کړای شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې د فني هیئت غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې فني هیئت غونډه جوړه شوه، چې د کانونو له سکتور سره اړوند د معیارونو مسوده وڅېړل شي او وروستۍ شي.

په دې تخصصي ناسته کې، مولوي محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین په اړه غونډه جوړه شوه

د چاپېریال جامدو مټریکسونو اړوند د معیارونو د مسودې د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، ددې ادارې په تالار کې جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ولمانځله.