په سټنډرډ ملي اداره کې د جنډر ملي او نړیوالې ژمنې او پالیسي تر عنوان لاندې زده کړیز ورکشاپ ترسره شو.

Moasaq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
په سټنډرډ ملي اداره کې د جنډر ملي او نړیوالې ژمنې او پالیسي تر عنوان لاندې زده کړیز ورکشاپ ترسره شو.

۲۲/ چنګاښ/۱۴۰۰

په سټنډرډ ملي اداره کې د جنډر ملي او نړیوالې ژمنې او پالیسي تر عنوان لاندې زده کړیز ورکشاپ ترسره شو. دغه ورکشاپ چې د جنډر امریت او د ښځو چارو وزارت په نوښت ترسره شو، د مالي او اداري چارو عمومي رییس محمد وحید نوري او د دې ادارې یو شمېر ښځینه او نارینه کارکوونکو په کې برخه لرله.

ښاغلي نوري له دا ډول زده کړیزو پروګرامونو له ترسره کولو مننه وکړه او د ټولنې په بېلا بېلو برخو کې یې د ښځو رول مهم وګاڼه. د هغه په خبره د عامه پوهاوي د کچې لوړول، د ښځو د وړتیا وده او د قواعدو او مقرراتو رعایت په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او مشروع ازادۍ په برخه کې د ټولنې د ټولو قشرونو د پوهاوي لپاره دې پرله پسې هڅې وشي. هغه وښوده چې د انسا ادارې رهبري ژمنه ده چې وړتیاو او محدودیتونو ته په پام په اداره کې د ښځو رول زیات کړي او همدارنګه د جنډر برخه د هغوی له ځانګړي ملاتړ برخمنه ده چې د جنډر ستونزو ته اړینه رسیدګي کېږي.

دا پروګرام د معلوماتو د لېږد او د ملي او نړیوالو قوانینو، د بشر حقونو نړیوالې اعلامیې، د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون په برخه کې د پوهاوي د ولوړولو او د اړونده پرېکړه لیکونو په موخه ترسره شوه چې د ګدونوالو له لوري یې استقبال وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ ملي اداره کې د جنډر ملي او نړیوالې ژمنې او پالیسي تر عنوان لاندې زده کړیز ورکشاپ ترسره شو.