د معیار او کیفیت ادارې د ۱۸ مسلکي بستونو د شارټ ‌لېست د پایلو خبرتیا

org_admin
Shortlist-  شارټ لیست

د معیار او کیفیت ادارې د ۱۸ مرکزي مسلکي بستونو هغو درنو کارغوښتونکو ته چې د یادو بستونو لپاره یې نوم‌لیکنه کړې وه، خبر ورکول کېږي چې د نوم‌لیکنې او اسنادو له ارزونې وروسته د شرایطو برابر (شارټ‌لېست) او شرایطو نه برابر کسانو لېستونه چمتو شوي دي.

هغه درانه کارغوښتونکي چې د شرایطو برابر کسانو په لېست کې شامل دي، دې د ازموینې لپاره لازم چمتووالی ونیسي. د ازموینې د نېټې، وخت او ځای په اړه به له نوموړو کاندیدانو سره د برېښنالیک او ټیلیفوني اړیکې له لارې معلومات شریک شي.

همدارنګه، په شرایطو نه برابر کارغوښتونکي چې د خپلې پایلې په اړه پوښتنه، ستونزه یا شکایت لري، کولای شي د ازموینې له نېټې څخه لږ تر لږه درې ورځې مخکې د معیار او کیفیت ادارې د شکایتونو د اورېدلو برخې ته مراجعه وکړي، څو د هغوی شکایت په عاجل ډول وڅېړل شي او د امکان تر حده لازم اجراآت ترسره شي.

هغه کسان چې د شرایطو برابر کسانو په لېست کې شامل نه دي، د نه شارټ‌لېست کېدو دلیل یې هم په اړوند لېست کې ورته جوت شوی دی.

له ټولو درنو کارغوښتونکو څخه هیله کېږي چې د خپلو نومونو، بستونو او پایلو د معلومولو لپاره په لاندې PDF فایل کې لېستونه په دقت سره وګوري.

د راتلونکو خبرتیاوو او معلوماتو لپاره د معیار او کیفیت ادارې رسمي وېب‌پاڼه او ټولنیزې رسنۍ تعقیب کړئ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

د معــیار او کیــفیـت اداره

Documents

فایل نتایج واجد شرایط او غیر شرایط

آخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۳۱
Background image

اطلاعیه نتایج شارت‌لیست ۱۸ بست مسلکی اداره معیار و کیفیت

به اطلاع آن عده از متقاضیان محترم که برای ۱۸ بست مسلکی مرکزی اداره معیار و کیفیت ثبت ‌نام نموده بودند، رسانیده می‌شود که پس از بررسی ثبت‌نام و اسناد متقاضیان، فهرست افراد واجد شرایط . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۱۰:۴۹
Background image

قابل توجه تجار گرامی مواد نفتی!

آلوده گی آب و هوا تهدید جدی برای شهروندان شهر کابل است و یکی از عوامل مهم این آلودگی استفاده از مواد نفتی بی کیفیت میباشد. به همین اساس اداره ملی ستندرد برای تمامی تجار توصیه مینماید؛ . . .

بازگشت به اطلاعیه ها

د معیار او کیفیت ادارې د ۱۸ مسلکي بستونو د شارټ ‌لېست د پایلو خبرتیا