د معیار او کیفیت ادارې د ۱۸ مسلکي بستونو د شارټ لېست د پایلو خبرتیا
د معیار او کیفیت ادارې د ۱۸ مرکزي مسلکي بستونو هغو درنو کارغوښتونکو ته چې د یادو بستونو لپاره یې نوملیکنه کړې وه، خبر ورکول کېږي چې د نوملیکنې او اسنادو له ارزونې وروسته د شرایطو برابر (شارټلېست) او شرایطو نه برابر کسانو لېستونه چمتو شوي دي.
هغه درانه کارغوښتونکي چې د شرایطو برابر کسانو په لېست کې شامل دي، دې د ازموینې لپاره لازم چمتووالی ونیسي. د ازموینې د نېټې، وخت او ځای په اړه به له نوموړو کاندیدانو سره د برېښنالیک او ټیلیفوني اړیکې له لارې معلومات شریک شي.
همدارنګه، په شرایطو نه برابر کارغوښتونکي چې د خپلې پایلې په اړه پوښتنه، ستونزه یا شکایت لري، کولای شي د ازموینې له نېټې څخه لږ تر لږه درې ورځې مخکې د معیار او کیفیت ادارې د شکایتونو د اورېدلو برخې ته مراجعه وکړي، څو د هغوی شکایت په عاجل ډول وڅېړل شي او د امکان تر حده لازم اجراآت ترسره شي.
هغه کسان چې د شرایطو برابر کسانو په لېست کې شامل نه دي، د نه شارټلېست کېدو دلیل یې هم په اړوند لېست کې ورته جوت شوی دی.
له ټولو درنو کارغوښتونکو څخه هیله کېږي چې د خپلو نومونو، بستونو او پایلو د معلومولو لپاره په لاندې PDF فایل کې لېستونه په دقت سره وګوري.
د راتلونکو خبرتیاوو او معلوماتو لپاره د معیار او کیفیت ادارې رسمي وېبپاڼه او ټولنیزې رسنۍ تعقیب کړئ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
د معــیار او کیــفیـت اداره
