د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ادارې د څانګو د تودولو په موخه د (۱۸۵۰۰) کیلوګرامه مایع ګازو د تدارک او چمتو کولو د داوطلبۍ خبرتیا

org_admin
Tander- تدارکات- خبرتیا

Publish Date

Closing Date

Location صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره

د معیار او کیفیت اداره ټولو پر شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ادارې د څانګو د تودولو په موخه د (۱۸۵۰۰) کیلوګرامه اوبلن (مایع) ګازو د تدارک او چمتو کولو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. مینه وال کولای شي د اړوندې شرطپاڼې الکټرونیکي بڼه (سافټ) په وړیا توګه په فلش ډرایو کې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو آمریت او یا هم د ملي تدارکاتو له وېب‌پاڼې څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان باید خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د مندرجو شرایطو او د تدارکاتو د نافذه اصولو او قانون له مخې، په سرتړلې بڼه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۰) تقویمي ورځو پورې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو آمریت ته، چې په کابل – جلال آباد لویه لار، له نوي سړک تېر، صنعتي ښارګوټي کې موقعیت لري، وسپاري.

وروسته له ټاکلي وخت څخه رارسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر پرانیستې غونډه د اعلان له خپرېدو (۱۰) تقویمي ورځې وروسته، د ۱۴۰۵ کال د لړم (عقرب) میاشتې په ۶مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، له غرمې مخکې په (۱۰:۰۰) بجو د معیار او کیفیت ادارې په درېیم پوړ کې، د تدارکاتو آمریت په انګړ کې ترسره کېږي.

More tenders

Mon, Aug 03 2026 3:54 PM Industrial Park – Past the new road – Kabul–Jalalabad Highway, Procurement Directorate, Standard and Quality Authority
Background image

Notice of Intent to Award Contract

Notice is hereby given to all natural and legal entities that the Standard and Quality Authority (ASQA) intends to award the contract for the "Major Maintenance and Renovation of All . . .

Mon, Aug 03 2026 3:25 PM Industrial Park – Past the new road – Kabul–Jalalabad Highway, Procurement Directorate, Standard and Quality Authority
Background image

Notice of Intent to Award Contract

Notice is hereby given to all natural and legal entities that the Standard and Quality Authority (ASQA) intends to award the contract for the "Procurement of Laboratory Equipment and . . .

Back to tenders

د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ادارې د څانګو د تودولو په موخه د (۱۸۵۰۰) کیلوګرامه مایع ګازو د تدارک او چمتو کولو د داوطلبۍ خبرتیا