د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ادارې د څانګو د تودولو په موخه د (۱۸۵۰۰) کیلوګرامه مایع ګازو د تدارک او چمتو کولو د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د معیار او کیفیت اداره ټولو پر شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ادارې د څانګو د تودولو په موخه د (۱۸۵۰۰) کیلوګرامه اوبلن (مایع) ګازو د تدارک او چمتو کولو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. مینه وال کولای شي د اړوندې شرطپاڼې الکټرونیکي بڼه (سافټ) په وړیا توګه په فلش ډرایو کې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو آمریت او یا هم د ملي تدارکاتو له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان باید خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د مندرجو شرایطو او د تدارکاتو د نافذه اصولو او قانون له مخې، په سرتړلې بڼه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۰) تقویمي ورځو پورې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو آمریت ته، چې په کابل – جلال آباد لویه لار، له نوي سړک تېر، صنعتي ښارګوټي کې موقعیت لري، وسپاري.
وروسته له ټاکلي وخت څخه رارسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر پرانیستې غونډه د اعلان له خپرېدو (۱۰) تقویمي ورځې وروسته، د ۱۴۰۵ کال د لړم (عقرب) میاشتې په ۶مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، له غرمې مخکې په (۱۰:۰۰) بجو د معیار او کیفیت ادارې په درېیم پوړ کې، د تدارکاتو آمریت په انګړ کې ترسره کېږي.
