د سټنډرډ ملي ادارې، خصوصي سکتور، اړوند وزارت خونو او ادارو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.

Moasaq_admin
Mon, Aug 08 2022 10:50 AM
نشست مشترک میان اداره ملی ستندرد، سکتور خصوصی و سایر وزارت خانه ها و ادارات مربوطه تدویر یافت.د سټنډرډ ملي ادارې، خصوصي سکتور، اړوند وزارت خونو او ادارو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.

پنجشنبه/ د محرم ۶مه/ ۱۴۴۴

د سټنډرډ ملي ادارې، خصوصي سکتور او نورو اړوند بنسټونو ترمنځ د ملي سټنډرډونو په پام کې نیولو سره په سوداګرۍ او پانګونه کې د اسانتیا تر عنوان لاندې ګډه ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د سټنډرډ په ملي اداره کې ترسره شوې وه، د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم، د ریاست الوزرا اقتصادي کمیسیون رئیس عبدالمومن منصور، د یادې ادارې مرستیالانو، د سوداګرۍ خونو سرپرست، د وزارت خونو او اړوند ادارو استازو او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه لسګونه کورنیو سوداګرو او پانګوالو په کې ګډون درلود.

په لومړیو کې د سټنډرډ ملي ادارې لوی رئیس مېلمنو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې په راتګ سره مو ډیره زیات خوشحال شوم الله مو قدرمن او معزز لره او الله تعالی دې موږ ته توفیق راکړي چې ستاسو پوره خدمت وکړو. سټنډرډ ملي ادارې د جوړښت هدف د تجارتونو د هر قسم بې کیفتي څخه ژغورنه، او داسي تجارت ته لاره هوارول دې چې د نظام، او ولس او تجارانو په ګټه تمامیږي. همدارنګه تجاران او انسا اداره لازم او ملزوم دي چې د سوداګری پر وړاندي د ستونزوُ خالیګاوو درک کولو او د هغوی د حل په پار دغه مجلس جوړ شوی دی او له تا سو تجارانو څخه مي غوښتنه دا ده چې خپل مستندي ستونزې او د حل لاري په همدې مجلس کې راسره شریکي کړی. د اسلامي امارت هغه ادارات چې نن یې زموږ سره په دې غوڼده کې برخه اخیستې ده، دا هیله ورڅخه کوم چې د تجارانو وروڼو هغه مشکلات چې په همدې اداراتو پورې تعلق لري د ځان سره یاداشت کړي او د حل لپاره یې باید دخپل وس مطابق لاري چاري ولټوي.

په دوام کې د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په څرنګوالي په مفصل ډول خبرې وشوې او ملي سوداګرو د یاد پروګرام له جوړولو خوښي وښوده.

پروګرام د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې د اړینو اسانتیاوو رامنځته کولو او کیفیت لرونکو خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د جدي پرېکړو په نیولو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Wed, Oct 22 2025 11:05 AM
Background image

Technical Meeting on the Development of Textile and Leather Standards Held at the Standard and Quality Authority

A technical meeting of the textile and leather standards development committee of the Authority of Standard and Quality was held to review and finalize several draft technical standards. . .

Wed, Oct 22 2025 10:18 AM
Background image

Meeting on the Development of Environmental Standards Held at the Standard and Quality Authority

The technical committee meeting on the development of environmental standards was held at the Standard and Quality Authority with the aim of reviewing and finalizing the draft standards. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې، خصوصي سکتور، اړوند وزارت خونو او ادارو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.