د نفتي توکو او مایع ګازو د سوداګرۍ په وړاندې د پرتو ستونزو ارزونه

Moasaq_admin
Thu, Aug 25 2022 8:57 AM
د نفتي توکو او مایع ګازو د سوداګرۍ په وړاندې د پرتو ستونزو ارزونه

 ۱۴۴۴هـ - ق د محرم الحرام ۲۶مه

د سټنډرډ ملي ادارې مشرتابه پلاوي د هېواد له یو شمېر سوداګرو او علمي شخصیتونو سره د نفتي توکو او مایع ګازو د سوداګرۍ په وړاندې د پرتو ستونزو د ارزونې په موخه غونډه وکړه.

په دغه غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس جناب الحاج ملا فیض الله تمیم، د ادارې تخنیکي مرستیال محترم مفتي محمدحامد، ملي سوداګرو او د کابل پوليتخنیک پوهنتون استادانو برخه درلوده.

په پیل کې د ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، د سټنډرډ ملي ادارې اساسي موخه د کیفیت د ملي زیربنا تضمین او د خلکو د روغتیا او مصئونیت په پام کې نیول دي. ښاغلي تمیم د خپلو خبرو په دوام، د سټنډرډ ملي ادارې او خصوصي سکتور ترمنځ پر تفاهم او همغږۍ ټینګار وکړ، او له ملي سوداګرو څخه یې وغوښتل چې هېواد ته د بې کیفیته نفتي توکو او مایع ګازو له راوړلو څخه ډډه وکړي.

ورپسې د سوداګرۍ او پانګونې د خونو مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي د سوداګرو ستونزې او غوښتنې له ګډونوالو سره شریکې کړې او زیاته یې کړه: "موږ د سټنډرډ له ملي ادارې مننه کوو چې د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه یې غونډه جوړه کړې ده."

د غونډې په دوام د کابل پولیتخنیک پوهنتون استادانو د معیاري او غیرمعیاري نفتي توکو د خصوصیاتو په اړه مالومات ورکړل او د نفتي توکو او مایع ګازو په برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې سټنډرډونه یې له سیمه‌ییزو او بین المللي سټنډرډونو سره سم وبلل.

ورپسې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال محترم مفتي محمدحامد د غونډې جمع‌بندي وکړه او ویې ویل، له سوداګرو او علمي شخصیتونو سره نږدې اړیکې له موږ سره د ستونزو په حل کولو کې لویه مرسته کوي. ښاغلي حامد د سوداګرو د ستونزو د حل کولو په برخه کې د سهولتونو د رامنځته کولو ژمنه وکړه.

غونډه د ادارې د دفتر د رئیس ښاغلي وحید احمد بدري له خوا د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.

مولوي وحید احمد بدري

د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر رئیس

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د نفتي توکو او مایع ګازو د سوداګرۍ په وړاندې د پرتو ستونزو ارزونه