د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه او د کابل ولایت مقام ترمنځ د سټنډرډونو د تطبیق د همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه

Moasaq_admin
Sun, Sep 25 2022 11:52 AM
د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه او د کابل ولایت مقام ترمنځ د سټنډرډونو د تطبیق د همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مفتي محمد حامد، د مطابقت ارزونې رئیس مفتي فضل الرحمن منصور, د کابل ولایت والي شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم، د اوسپنې د ویلي کولو او د صنایعو د اتحادیې مسؤلینو، اړوندو رئیسانو او د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي ټیم ګډون کړی و.

د دې غونډې هدف د ASTM.M-615  سټنډرډ پلي کول او د نظارت همغږي کول کوم چې د ودانیزو کوډونو پورې اړه لري.

په دې غونډه کې محترم مفتي محمد حامد د سټنډرډ کېدو د ګټو، د هېواد په کورنیو تولیداتو کې د سیخ ګول ودانیزو سټنډرډونو د تطبیق او د وارداتي اوسپنې د وسایلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د اوسپنې ویلي کولو اتحادیې او صنایعو پلورونکو اتحادیې مسؤلینو د خپلو فابریکو د معیاري تولید په اړه ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د ساختماني سیخانو په پلور کې به سټنډرډ په پام کې نیسي او د غیر معیاري اوسپنې له پلور څخه به ډډه وکړي.

په پای کې د کابل والي په ټولو کورنیو تولیداتو کې د معیارونو د تطبیق او څارنې په ګډون د سټنډرډونو له تطبیق څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه او د کابل ولایت مقام ترمنځ د سټنډرډونو د تطبیق د همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه