په سټنډرډ ملي اداره کې د کیفیت د مدیریت سیستم د سټنډرډونو د جوړونې اړوند غونډه ترسره شوه

org_admin
Tue, Sep 10 2024 2:54 PM
په سټنډرډ ملي اداره کې د کیفیت د مدیریت سیستم د سټنډرډونو د جوړونې اړوند غونډه ترسره شوه

پدې غونډه کې د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړولو او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس او غړو ګډون درلود چې د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

پدې غونډه کې د عمومي نړیوالو اړیتاوو په سټنډرډ د لابراتوارونو لپاره د وړتیاوو د آزمایښت، عیارونې، نمونه اخیستنې (ISO 17025:2017) او پهISO 9001:2015/Amd.1:2024)  او(ISO 22000:2018/Amd.1:2024 اصلاحیه برخو باندې بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

ISO 17025:2017 سټنډرډ د لابراتوار په ښه والي او د عملي کار په برخه ډېره کې مرسته کوي او د اعتبار، د کیفیت ښه والي، د مدیریت برخې اغیزمنتیا، د پیریدونکو د رضایت او د سوادګرۍ په برخه کې د فرصتونو رامنځته کولو لپاره ډېر مهم رول لري.

همدارنګه دISO 9001:2015/Amd.1:2024)  او(ISO 22000:2018/Amd.1:2024 هغه اصلاحیې دي، چې د اقلیمي بدلون په برخه کې ډېر کارول کیږي.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ ملي اداره کې د کیفیت د مدیریت سیستم د سټنډرډونو د جوړونې اړوند غونډه ترسره شوه