د معیار او کیفیت ادارې د ۳۵ مسلکي بستونو د گمارنې خبرتیا

org_admin
Tue, Apr 07 2026 9:49 AM
کاریابی - کارموندنه

Publish Date

Closing Date

Location

صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره

د معیار او کیفیت ادارې ددې لپاره چې کار اهل کسانو ته وسپاري او د افغانستان اسلامي امارت د لوړو اهدافو د تحقق په موخه، د اداري اصلاحاتو، سالمې ادارې رامنځته کولو او مسلکي، متعهد او وړ بشري ځواک د جذب لپاره، په ټولیز ډول (۳۵) مسلکي بستونه د دریم، څلورم او پنځم بستونو په کچو د ازاد رقابت له لارې اعلان ته سپاري.

شرایط او مهم معلومات:

د بستونو شمېر: ۳۵ بستونه
د بستونو کچه: دریم، څلورم او پنځم
د اعلان ډول: ازاد رقابت
د کار ځای: د معیار او کیفیت اداره - کابل

د نوم لیکنې موده:

له نېټې ۱۴۰۵/۱/۱۶ هـ. ش څخه تر ۱۴۰۵/۱/۲۶ هـ.ش پورې
د ۱۰ کاري ورځو لپاره

د نوم لیکنې طریقه:

هغه غوښتونکي چې د افغانستان تابعیت ولري او لازم شرایط پوره کړي، کولی شي د لاندې لینک له لارې آنلاین د غوښتنلیک فورمه ډکه کړي:

https://tinyurl.com/54dn8ry9

اړین اسناد:

غوښتونکي باید د فورم له ډکولو وروسته لاندې اسناد په یوه (PDF) فایل کې ضمیمه او واستوي:

سي‌وي (CV)
تحصیلي اسناد (د لوړو زده کړو وزارت له خوا تائید شوي)
که په امارتي ادارو کې د دندې تجربه ولري: خلص سوانح
که په خصوصي ادارو/مؤسسو کې یې کار کړی وي: د قرارداد کاپي

پاملرنه: ټول اسناد باید د اعلان تر ختمېدو مخکې د آنلاین فورم له لارې واستول شي.

نور معلومات: د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:

077574802007458638580780738230 - 0784714410

یادونه: یوازې هغه کسان چې شرایط پوره کړي وي، د بل پړاو لپاره به راوبلل شي او همدارنګه هغه درانه مهاجرین چې تازه هېواد ته راستانه شوي وي او د دې ادارې اعلان شویو بستونو شرایط پوره کوي، هغوی ته به لومړیتوب ورکول کېږي.

 

Documents

جدول اعلان ۳۵ بست مسلکی - اداره معیار و کیفیت
لایحه وظایف ۳۵ بست اداره معیار و کیفیت

د معیار او کیفیت ادارې د ۳۵ مسلکي بستونو د گمارنې خبرتیا