د معیار او کیفیت ادارې د ۳۵ مسلکي بستونو د گمارنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
Location
صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلالآباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره
د معیار او کیفیت ادارې ددې لپاره چې کار اهل کسانو ته وسپاري او د افغانستان اسلامي امارت د لوړو اهدافو د تحقق په موخه، د اداري اصلاحاتو، سالمې ادارې رامنځته کولو او مسلکي، متعهد او وړ بشري ځواک د جذب لپاره، په ټولیز ډول (۳۵) مسلکي بستونه د دریم، څلورم او پنځم بستونو په کچو د ازاد رقابت له لارې اعلان ته سپاري.
شرایط او مهم معلومات:
• د بستونو شمېر: ۳۵ بستونه
• د بستونو کچه: دریم، څلورم او پنځم
• د اعلان ډول: ازاد رقابت
• د کار ځای: د معیار او کیفیت اداره - کابل
د نوم لیکنې موده:
• له نېټې ۱۴۰۵/۱/۱۶ هـ. ش څخه تر ۱۴۰۵/۱/۲۶ هـ.ش پورې
• د ۱۰ کاري ورځو لپاره
د نوم لیکنې طریقه:
هغه غوښتونکي چې د افغانستان تابعیت ولري او لازم شرایط پوره کړي، کولی شي د لاندې لینک له لارې آنلاین د غوښتنلیک فورمه ډکه کړي:
اړین اسناد:
غوښتونکي باید د فورم له ډکولو وروسته لاندې اسناد په یوه (PDF) فایل کې ضمیمه او واستوي:
• سيوي (CV)
• تحصیلي اسناد (د لوړو زده کړو وزارت له خوا تائید شوي)
• که په امارتي ادارو کې د دندې تجربه ولري: خلص سوانح
• که په خصوصي ادارو/مؤسسو کې یې کار کړی وي: د قرارداد کاپي
پاملرنه: ټول اسناد باید د اعلان تر ختمېدو مخکې د آنلاین فورم له لارې واستول شي.
نور معلومات: د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:
0775748020 - 0745863858 – 0780738230 - 0784714410
یادونه: یوازې هغه کسان چې شرایط پوره کړي وي، د بل پړاو لپاره به راوبلل شي او همدارنګه هغه درانه مهاجرین چې تازه هېواد ته راستانه شوي وي او د دې ادارې اعلان شویو بستونو شرایط پوره کوي، هغوی ته به لومړیتوب ورکول کېږي.
Documents
جدول اعلان ۳۵ بست مسلکی - اداره معیار و کیفیتلایحه وظایف ۳۵ بست اداره معیار و کیفیت