د سټنډرډ ملي ادارې د غالیو لابراتوار پرانیست.

Moasaq_admin
Sun, Dec 15 2019 2:48 PM
د سټنډرډ ملي ادارې د غالیو لابراتوار پرانیست.

چهارشنبه ۲۰/لیندۍ/۱۳۹۸
د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) تېره ورځ د یو لړ مراسمو په لړ کې د غالیو لابراتوار پرانیست. په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د دغې ادارې لوی رییس ډاکټر محمد موسی عَلَمي، د غالیو اتحاديې رییس حاجي محمد اعظیم، د انسا ادارې تخنیکي مرستیال خواجه جاوید صدیقي او یو شمېر رییسانو او دغه راز د دې ادارې لسګونه کسانو په کې برخه درلوده.
د یاد لابراتوار په پرانیست غونډه کې ښاغلي عَلَمي و ویل چې د سټنډرډ ملي ادارې د ټاکلو موخو په تعقیب د غالیو د لا معیاري کولو او غوره بازار موندلو په هدف یې د غالیو د ازمېیښت لابراتوار پرانیست. د نوموړي په وینا دغه پروژه چې اپلایدټیک شرکت یې د انسټالېشن او ټریننګ فعالیتونه په غاړه درلودل، د (۱۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت پلې شوه. هغه زیاته کړه، یاد لابرتوار له دې وروسته د غالیو، تارونو او نساجي په برخه کې شاوخوا (۲۲) ډوله ازمېیښتونه کوي چې خپل خدمتونه به پیل کړي. هغه و ویل چې انسا ادارې د غالیو لپاره (۱۴) ځانګړي سټنډرډونه تدوین کړي دي.
د غالیو د اتحادیې رییس د یاد لابراتوار په پرانیستلو خوښي و ښوده او په وینا یې چې دغه لابراتوار د غالیو په صنعت کې لویه لاسته راوړنه ده او هیله یې وښوده چې په فعالیت سره به یې د غالیو د کیفیت په برخه کې د پام وړ بدلون راشي. نوموړي زیاته کړه، هیله لري چې له دې لابراتوار څخه په فني ډول ګټه واخیستل شي.
د دې ترڅنګ د انسا اداري تخنیکي مرستیال هم یاد لابراتوار لویه لاسته راوړنه وبلله او په وینا یې چې د ملي یووالي حکومت او انسا ادارې موخه د صادراتو او اقتصاد پراختیا ده.
د دغې غونډې په پای کې د سټنډرډ ملي ادارې له خوا د لابراتوار تخنیکي ټیم ته ستاینلیکونه ورکړل شول او د پټۍ په پرې کولو سره یې د غالیو لابراتوار پرانیست.

Latest news

Wed, Oct 22 2025 11:05 AM
Background image

Technical Meeting on the Development of Textile and Leather Standards Held at the Standard and Quality Authority

A technical meeting of the textile and leather standards development committee of the Authority of Standard and Quality was held to review and finalize several draft technical standards. . .

Wed, Oct 22 2025 10:18 AM
Background image

Meeting on the Development of Environmental Standards Held at the Standard and Quality Authority

The technical committee meeting on the development of environmental standards was held at the Standard and Quality Authority with the aim of reviewing and finalizing the draft standards. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د غالیو لابراتوار پرانیست.