په سټنډرډ ملي اداره کې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

Moasaq_admin
Tue, Mar 10 2020 11:48 AM
په سټنډرډ ملي اداره کې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

یکشنبه
۱۳۹۸/کب/۱۸
په سټنډرډ ملي اداره( انسا) کې د ښځو نړیواله ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه. په دغه غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال خواجه جاوید صدیقي، مالي او اداري مرستیال احسان جلالزي، د دفتر رییس صدیق الله نورزي او د دې ادارې لسګونه نارینه او ښځینه کار کوونکو په کې برخه درلوده.
د غونډې په پیل کې تخنیکي مرستیال ښاغلي صدیقي د ښځو د نړیوالې ورځې اړوند بحث وکړ او دا ورځ یې د ښځو حقوقو ته د نارینه و د پام اړونې یو ښه فرصت یاد کړ. نوموړي و ویل چې باید هڅه وشي څو په ټولنه کې د یو او بل منلو فرهنګ عام شي او ټولنیز عدالت را منځ ته شي. ښاغلي صدیقي د دې ورځې مبارکي د هېواد او نړۍ ټولو مېرمنو ته و ویله.
د دې ترڅنګ مالي او اداري مرستیال احسان جلالزي د دغې ورځې اړوند خبرې وکړې او په وینا یې چې ښځه د ټولنې جوړونکې ده او لو ټوله یې هیله وکړه چې په هره برخه له ښځو سره همکاري وکړي. نوموړي ژمنه وکړه چې په دغه اداره کې به د ښځینه کارکوونکو هر ډول ستونزو ته لاس رسی کېږي.
د غونډې په اوږدو کې د جنډر امرې فروزان قیصاري د ښځو نړیواله ورځ د ښځو د حقوقو د دفاع ورځ یاده کړه او په وینا یې چې دغه ورځ جرائت ورکوي، څو د تاوتریخوالي مخنیوی وکړي او خپل حقوق ترلاسه کړي.
د دغې غونډې په پای کې د ستنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ له خوا ټولو ښځینه کارکوونکو ته ډالۍ ورکړل شوې.

 

 

 

 

Latest news

Wed, Oct 22 2025 11:05 AM
Background image

Technical Meeting on the Development of Textile and Leather Standards Held at the Standard and Quality Authority

A technical meeting of the textile and leather standards development committee of the Authority of Standard and Quality was held to review and finalize several draft technical standards. . .

Wed, Oct 22 2025 10:18 AM
Background image

Meeting on the Development of Environmental Standards Held at the Standard and Quality Authority

The technical committee meeting on the development of environmental standards was held at the Standard and Quality Authority with the aim of reviewing and finalizing the draft standards. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ ملي اداره کې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه.