له متشبثینو او سوداګرو څخه د ملاتړ لپاره د دولت او خصوصي سکټور تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره شوه.

Moasaq_admin
Sun, Jun 27 2021 8:25 AM
له متشبثینو او سوداګرو څخه د ملاتړ لپاره د دولت او خصوصي سکټور تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره شوه.

دوشنبه

۳۱/ غبرګولی/۱۴۰۰

د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیا او ګډې ژبې د ایجاد ایجاد او له سوداګرو او متشبثینو څخه د ملاتړ لپاره د دولت او خصوصي سکټور تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس انجنیر ذبیح الله زیارمل په مشرۍ ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د افغانستان د خونو فدراسیون لوی رییس محمد اسماعیل غضنفر، د سوداگری خونو د عامل مشر شفیق الله عطایی، د نړیوالې سوداګرۍ مرکز مشر عبدالقدیر بهمن، د کرنې او مالدارۍ د تولیدي خونې رییس خان محمد فروتن، د افغانستان د ودانیزو شرکتونو د اتحادیې (ABA) اجرایوي مشر، د اوسپنې ویلي کولو د فابریکو اجرایوي مشر عبدالنصیر رښتیا، د ښځینه صنایعو خونې د عامل پلاوي مرستیالې پرورش اوریاخېل، د کسبګرو او هټیوالو خونې، د کانونو او صنایعو خونې او د خصوصي سکټور یو شمېر نورو اړوندو ادارو استازو ګډون درلود.

په دغه ناسته کې ښاغلي زیارمل په هېواد کې د معیاري تولیدي محصولاتو او چوپړتیاو د وړاندې کولو او د صادراتو د حجم د زیاتوالي په برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې او د خصوصي سکټور پر رول خبرې وکړې. نوموړي دغه راز د سټنډرډ مارک پر ترویج ټینګار وکړ او په خبره یې د دې پروسې په پلي کېدلو سره افغاني تولیدات په نړیوال بازار کې پراخ باور ترلاسه کوي او پر صادراتي حجم مثبت اغېز پرېباسي. ښاغلي زیارمل د خپلو خبرو پر دوام د سټنډرډونو پر تدوین او تطبیق او دغه راز د یادو سټنډرډونو پر ترویج او په دې برخه کې پر لاسته راوړنو خبرې وکړې. نوموړي د یوه پروګرام له مخې د سرټیفکټ د وېش او په دې تړاو د نندارتون د جوړولو یادونه وکړه چې له مخې به یې سټنډرډونه ترویج کېږي.

دغه راز ښاغلي غضنفر خصوصي سکټور ته د پاملرنې او ملاتړ په برخه کې د ښاغلي زیارمل د هڅو ستاینه وکړه او د دولت او خصوصي سکټور تر منځ یې د همکارۍ او همغږۍ روحیې پر ایجاد ټینګار وکړ.

د دې ترڅنګ د خصوصي سکټور استازو په هېواد کې د وارداتي توکو د کیفیت پر کنټرول ټینګار وکړ. همدا راز د سټنډرډ ملي ادارې او د خصوصي سکټور تر منځ د ګډې کاري کمېټې پر ایجاد بحث وشو چې له مخې به یې د سوداګرۍ په وړاندې د خنډونو او ستونزو د حل لپاره ګام پورته کېږي.

د دغې ناستې په پای کې د وارداتي او صادراتي توکو د کیفیت د کنټرول لپاره پر دوه اړخیزه همکارۍ ژمنه وشوه چې له مخې به یې په کورني او نړیوال بازار کې د مثبتې سوداګرۍ شاهدان وو.

Latest news

Wed, Oct 22 2025 11:05 AM
Background image

Technical Meeting on the Development of Textile and Leather Standards Held at the Standard and Quality Authority

A technical meeting of the textile and leather standards development committee of the Authority of Standard and Quality was held to review and finalize several draft technical standards. . .

Wed, Oct 22 2025 10:18 AM
Background image

Meeting on the Development of Environmental Standards Held at the Standard and Quality Authority

The technical committee meeting on the development of environmental standards was held at the Standard and Quality Authority with the aim of reviewing and finalizing the draft standards. . .

BACK TO NEWS

له متشبثینو او سوداګرو څخه د ملاتړ لپاره د دولت او خصوصي سکټور تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره شوه.