د سټنډرډ ملي ادارې د قراردادونو د ارزونې کمېټې ناسته ترسره شوه.

Moasaq_admin
Wed, Jul 28 2021 9:21 AM
د سټنډرډ ملي ادارې د قراردادونو د ارزونې کمېټې ناسته ترسره شوه.

۴/زمری/۱۴۰۰

د مشرتابه پلاوي د مخکې ناستې د پرېکړې پر بنسټ د قراردادونو د ارزونې کمېټې ناسته د اداري او مالي چارو عمومي رییس وحیدالله نوري په مشرۍ ترسره شوه چې رییسانو او اړونده مسوولینو په کې برخه لرله.

ښاغلي نوري د قراردادونو پر شفافیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه د قراردادونو په تړاو ټول موضوعات لکه د اسنادو د مرحلو طی کول، د پروژې مدیریت، د قراردادونو په وړاندې پراته خنډونه، د قرارداد د لورو مسوولیتونه او مکلفیتونه او د پروژو د تطبیق په موخه پانګونه او کړنلارې په سمه توګه تر کارپوهنې لاندې ونیول شي. هغه وښوده د قراردادونو راپورونه باید د موثقو اسنادو پر بنسټ مستند شي او د ادارې له مقام سره شریک شي.

په دغه ناسته کې د تصفیې او له بندرونو څخه د عوایدو راټولو هغه قرارداد وڅېړل شو چې د جیوکم میډلیسټ شرکت ته ورکړل شوی و او پرېکړه وشوه چې د ټولو منعقده قراردادونو ټول اسناد د یوې کاري ورځې په لړ کې د کمېټې غړو ته په لاس کې ورکړي او په راتلونکې ناسته کې د محتوا د لومړیتوب پر بنسټ پر قراردادونو بحث وشي او ټولیز راپور وړاندې شي.

 

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د قراردادونو د ارزونې کمېټې ناسته ترسره شوه.