د فراه ولایت په میل 78 بندر کې د تېلو بند پاتې ټانکرونو د بیا نمونې اخیستنې پایلې د افغانستان اسلامي امارت عالي مقام ته واستول شوې

Moasaq_admin
Tue, Mar 08 2022 12:50 PM
د فراه ولایت په میل 78 بندر کې د تېلو بند پاتې ټانکرونو د بیا نمونې اخیستنې پایلې د افغانستان اسلامي امارت عالي مقام ته واستول شوې.

یکشنبه

24/سلواغه/1400

د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال استازي احمد یاسر، د سوداګرۍ او صنعت وزارت، مالیې وزارت، د افغانستان د نفتو او اوبلن ګازو د دولتي شرکت عمومي ریاست او د سټنډرډ ملي ادارې ګډ پلاوي د نفتي توکو د کیفیت د کنټرول په بهیر کې د ستونزو د حل لپاره او په ځانګړي توګه د تیلو ټانکرونه چې پخوا د TCRC شرکت له خوا په میل 78 بندر کې د نورم خلاف تثبیت او مهرلاک شوي وو جو‌ړ شوو

د فراه ولایت چارواکو او مرکزی ګډ پلاوې پرېکړه وکړه چې له پورتنیو ټانکرونو څخه نمونې بیا ځل واخیستل شی او د کیفیت د څرګندولو په موخه دې د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې مرکزي لابراتوارونو ته وسپارل شی

ټاکل شوی تخنیکی پلاوی په شفافه توګه د نفتی توکو سوداګرو په شتون کې 182 نمونی واخیستي او د کیفیت د تثبیت په موخه یې د سټنډرد ملي اداری مرکزي لابراټوارونو ته واستولې

د موضوع استعجالیت ته په کتو د اړونده ادارو د استازو په شتون کې د لابراټواري ازمایښتونو بهیر په عملي توګه پیل چې په پایله کې یې ټولې نمونې د ملي معیارونو سره په ټکر کې وې چې موضوع د اړینو تصمیمونو د نیولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت لوی مقام ریاست الوزرا ته واستول شوه

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د فراه ولایت په میل 78 بندر کې د تېلو بند پاتې ټانکرونو د بیا نمونې اخیستنې پایلې د افغانستان اسلامي امارت عالي مقام ته واستول شوې