د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د (۳) قلمه دفتري اجناسو (مېز، څوکۍ او المارۍ) د چمتو کولو او تدارکاتو پروژې د تړون د ورکړي د پرېکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي، چې د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري څو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د (۳) قلمه دفتري اجناسو (مېز، څوکۍ او المارۍ) د چمتو کولو او تدارکاتو تړون له حمید بارک افغان سوداګریز او د لوژستیکي خدماتو محترم شرکت سره چې د (۹۴۴۷۲) شمیرې جواز لرونکی او د کابل مرکز، ۱۰مې ناحیې، وزیر اکبرخان ۱۳م سړک کې موقعیت لري، په ټولیز قیمت (۱۶۵۰۰۰۰) یو میلیون شپږ سوه او پنځوس زره افغانۍ ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو تقویمي ورځو پورې په لیکلي ډول له دلائلو سره یوځای د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو آمریت ته چې د کابل-جلال اباد لويې لارې په نوي سړک، د صنعتي پارکونو په سیمه کې د کابل افسوټر پخواني ریاست ته نږدې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د عقد په مانا نه ده او د یادې مودې تر پوره کېدو او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون منعقد نشي.
