د نفتي توکو (پټرول، ډیزل او اوبلن ګاز) د ټولو محترمو سوداګرو د پام وړ!

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۶ - ۱۲:۱۳
د نفتي توکو د ټولو محترمو سوداګرو د پام وړ!

دا چې د چاپېریال ککړتیا د انسان ژوند ګواښي او یو سبب یې د بې کیفیته نفتي توکو کارونه ده، پر دې بنسټ سټنډرډ ملي اداره د نفتي توکو ټولو سوداګرو ته خبر ورکوي؛ څو هېواد ته د بې کیفته نفتي توکو له ټوریډ څخه ډډه وکړي.

د ا.ا.ا کابینې د پرېکړې پر بنسټ د سټنډرډ ملي ادارې رهبري د هېوادوالو روغتیا ته په پام، د چاپېریال ساتنې او د انساني ژوند له ګواښوونکو پدیدو سره د مبارزې پر بنسټ مصممه ده، څو د ټولو هغو بې کیفته نفتي توکو (پټرول، ډیزل او اوبلن ګاز) د واردولو مخنیوی وکړي چې چاپېریال ککړوي او د ښاریانو پر روغتیا منفي اغېزه کوي.

د سټنډرډ ملي اداره له ټولو سوداګرو څخه په خورا درنښت غوښتنه کوي، څو په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او د دې ادارې له پالیسۍ سره سمه سوداګري ترسره کړي. په هغه صورت کې چې سوداګر د بې کیفته توکو د واردولو هڅه وکړي، قانوني چلند به ورسره کېږي.

سوداګر باید د پټرولو جبري سټنډرډ لږ تر لږه د سټنډرډ په (A-80)مارک، د ډیزل تېلو سټنډرډ په (50-0.5L ) مارک لرلو او همدارنګه اوبلن ګاز د کلني څپرکیو (ژمني او اوړي) د سټنډرډونو سره سم د بیوتان او پروپان ترکیب په پام کې نیولو سره مراعات کړي او اختیاري سټنډرډونه د سوداګرو په هڅو پورې تړلي دي.

ټول محترم سوداګر کولای شي د لاندې لینک له لارې هغه سټنډرډونه ترلاسه کړي چې پر بنسټ یې یاد توکي وارد کړي.

 

د پټرول تېلو د سټنډرډونو لینک

د ډیزل تېلو د سټنډرډونو لینک

د اوبلن ګاز د سټنډرډونو لینک

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴۹
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د یو شمېر مسلکي بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې ترسره شوه

د معیار او کیفیت ادارې د مطابقت ارزونې ریاست اړوند د ډبرو سکرو لابراتوار تخنیکر؛ د ډبرو، خښتو، قیر او اسفالت جیو تخنیکي تخنیکر؛ د سمنټو، کانکریټو، ګچو او چونې لابراتوار تخنیکر؛ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۳۳
Background image

د معیار او کیفیت ادارې په کابل ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو له سکټور څخه څارنه وکړه

د ریاست الوزراء اقتصادي کمیسیون د محترم مقام د لارښوونې پر اساس، ګډې څارونکې کمېټې د کابل په ښار او ولسواليو کې د اوسپنيزو توکو د تولید په برخه کې د داخلي معیارونو د پلي کولو د ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

BACK TO NEWS

د نفتي توکو (پټرول، ډیزل او اوبلن ګاز) د ټولو محترمو سوداګرو د پام وړ!