د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود، له هراړخیزې څېړنې او کیفیت له دقیق کنټرول وروسته د فراه بندر له لارې بېرته مسترد کړ.

 

دغه محموله د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسې پر مهال تخنیکي وارزول شوه او د اړینو معیارونو د نه پوره کولو له امله یې د هېواد بازارونو ته د ننوتلو اجازه ترلاسه نه کړه.

 

د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په شفافه، منظمه او پرېکنده توګه روانه ده او د بې‌کیفیته، ناڅرګندو او د خلکو روغتیا ته د زیان رسوونکو توکو د واردولو په وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي.

 

د معیار او کیفیت اداره له ټولو سوداګرو او واردوونکو څخه غوښتنه کوي چې هېواد ته د توکو له واردولو وړاندې کورنیو معیارونو ته جدي پاملرنه وکړي او د یوه سالم او باکیفیته بازار په رامنځته کولو کې له دې ادارې سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې