انسا د شفافیت او د فساد د مخنیوي په موخه په دغه اداره کې د نمونې اخیستنې پروسه د کوډ سېسټم ته واړوله.

Moasaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۵:۵
انسا د شفافیت او د فساد د مخنیوي په موخه په دغه اداره کې د نمونې اخیستنې پروسه د کوډ سېسټم ته واړوله.

په افغانستان کې د شفافیت د تامین، حساب ورکونې او د اداري فساد د مخنیوي په موخه د سټنډرډ ملي ادارې د مرکزي لابراټوارونو د فعالیت پروسه (نمونه اخیستنه او پایله) د کوډ په نوي سېسټم تجهیز شوه.
دا سېسټم د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس ښاغلي ذبیح الله زیارمل په ابتکار پلی شو او د لابراټوارونو د فعالیت په ډول او په ځانګړې توګه د سمپل اخیستنې په پروسه کې بنسټیز بدلونونه راولي. دا چاره د اداري فساد د مخنیوي او د کیفیت د لوړولو په موخه ترسره شوه.
له دې وروسته که چېرې پیریدونکي د نفتي او نورو توکو د کیفیت د ازمېیښت په برخه کې له ستونزې سره مخ کېږي، د انسا د پیریدونکو د چوپړتیاو له دفترسره چې تازه یې په فعالیت پیل کړی دی، مراجعه وکړي او ستونزه دې حل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

انسا د شفافیت او د فساد د مخنیوي په موخه په دغه اداره کې د نمونې اخیستنې پروسه د کوډ سېسټم ته واړوله.