د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت خدمتونه بیلابیلو وزارتونو او امارتي ادارو ته په پرېکنده ټوګه دوام لري
د سټنډرډ جوړونې د قانون او مقرراتو له مخې، د افغانستان سټنډرډ ملي اداره د بیلابیلو وزارتونو او امارتي ادارو د وسایطو، ماشینونو، د بریښنا تولیدونکو وسایلو (جنراتورونو) او د تودوخې د سیستمونو د سون توکو د لګښت کچې د ټاکلو مسؤلیت په ټول هېواد کې لري.
د افغانستان ستندرد ملي ادارې د نورم تثبیت امریت د راپورونو له مخې، د دې امریت متخصصینو او تخنیکي کارکوونکو د ۱۴۰۳ کال د حمل له لومړۍ نېټې څخه د عقرب میاشتې تر وروستیو پورې د (۱۵۲۶) ډوله وسایطو، ماشینونو، د بریښنا تولیدوونکو وسایلو او د تودوخې سیستمونو نورم ټاکلی دی.
د نورم د تثبیت خدمتونه د هېواد د مالي او اقتصادي سرچینو په خوندي کولو او اغېزمنه استفاده کې خورا مهم دي. د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت متخصصین د وسایطو، ماشینونو او بیلابیلو وسایلو د سون توکو د مصرف د کره کچې ټاکلو په برخه کې شپه او ورځ زیار باسي.
د مصرفي نورمونو ټاکل،
د معیاري کولو او سپما په لور مثبت ګام
