د سټنډرډ ملي اداره د ځینو مسلکي بستونو د ازموینې پروسه د آزادې سیالۍ له لارې ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۱۰:۴۹
د سټنډرډ ملي اداره د ځینو مسلکي بستونو د ازموینې پروسه د آزادې سیالۍ له لارې ترسره شوه

دغه ازموینه د سټنډرډ ملي ادارې د پلان او پالیسۍ رئیس مفتي محمد حامد، د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د کارکوونکو چارو امر مفتي فضل الرحمن منصور، د اداري اصلاحاتو کمیسیون استازو او اړوندو مسؤلینو په حضور کې ترسره شوه.

پدې بستونه کې د (د بریښنایي تجهیزاتو سټنډرډونو د تطبیق څارونکي، د نساجۍ او غالۍ سټنډرډونو د تطبیق څارونکي، د نساجۍ او چرم سټنډرډونو د جوړونې کارپوه، د درملو، سینګار او بهداشتي توکو د سټنډرډونو د جوړونې کارپوه، د نساجۍ او غالۍ لابراتوار تکنیشن او د حجم او طول لابراتوار تکنیشن) شپږ بستونه شامل وو، چې د آزادې سیالۍ له لارې یې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې لسګونه وړو کسانو د یادو بستونو لپاره په خپل منځ کې سیالۍ ترسره کړه او د خوشحالۍ ځای دی چې د یادو بستونو د غوښتونکو د شارټ لیست کولو او د ازموینې اخیستلو پروسه په عادلانه او شفاف ډول ترسره شوه.

د سټنډرډ ملي اداره ژمنه ده چې په کار پوه، مسلکي او متخصص کسان جذب کړي او د تشو بستونو لپاره د وړ کسانو ګمارنه د ازادې سیالۍ له لارې دوام لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي اداره د ځینو مسلکي بستونو د ازموینې پروسه د آزادې سیالۍ له لارې ترسره شوه