د سټنډرډ ملي ادارې او د جلغوزیو د لېږدوونکو د اتحادیې تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۳ - ۱۰:۲۱
د سټنډرډ ملي ادارې او د جلغوزیو د لېږدوونکو د اتحادیې تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي مرستیال خواجه جاوید صدیقي او د لېږدوونکو د اجرایوي رییس سخي الرحمن عابد تر منځ د جلغوزیو د ملي سټنډرډ د تطبیق، ترویج او پراختیا په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو. د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر د حکم په اساس د هېواد په کچه د جلغوزیو د کار د تقویې په برخه کې یاد هوکړه لیک په دوه نخسو او څلورو مادو کې ترتیب شوی و چې موخه یې د جلغوزیو د کیفیت زیاتوالی او د جلغوزیو د ملي سټنډرډ د تطبیق، ترویج او پرختیا له مخې د صادراتو وده او سیمییزو او نړیوالو بازارونو ته د جلغوزیو لار موندل ښودل شوي دي. د دغه هوکړه لیک له مخې دواړه لورو د جلغوزیو د ملي سټنډرډ د تطبیف، ترویج او پراختیا په موخه د خپلو هڅو ژمنه وکړه او په وینا یې چې په دې برخه کې به خپلې هڅې ونه سپموي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې او د جلغوزیو د لېږدوونکو د اتحادیې تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.