د سټنډرډ ملي ادارې او د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۸:۵۸
د سټنډرډ ملي ادارې او د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.

د کابل پوهنتون په ریاست کې په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مطیع الله ځلاند، د پلان او پالیسۍ رییس، د دارويي او سینګار توکو سټنډرډونو د تدوین تخنیکي متخصصینو، د کابل پوهنتون مرستیال او د دغه پوهنتون د فارمسي پوهنځي رییس پوهاند اقا محمد ژکفر او یو شمېر نورو استادانو برخه درلوده.

په غونډه کې د انسا ادارې مرستیال ښاغلي ځلاند پر هوکړه د خوښۍ څرګندلو ترڅنګ د یادو ادارو ترمنځ د همکارۍ او اړیکو په پراخوالي کې د هوکړې پر رغنده رول خبرې وکړې. هغه دغه راز یادونه وکړه چې د دارويي او سینګار توکو (۸۶) او د خوراکي او کرنیزو توکو (۷۹) سټنډرډونه تدوین شوي دي.

د دې څنګ ښاغلي ژکفر د غونډې ګډونوالو ته د انسا ادارې او فارمسي پوهنځي تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو د هوکړه لیک پر موخه او اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې. دغه راز د کابل پوهنتون عمومي رییس د انسا ادارې پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ژوند په بېلا بېلو برخو کې د دې ادارې پر ارزښت بحث وکړ او د دواړو لورو تر منځ د اړیکو او همکاریو او دغه راز د متقابلو وړتیاو او فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې یې د هوکړې لاسلیک کول یو غوره ګام وباله. هغه نه یواځې د دارويي او خوراکي توکو، بلکې په بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ د چمتوالي یادونه وکړه.

د دغه هوکړه لیک له مخې به د یاد پوهنځي زده کړیالان په انسا داره کې په عملي توګه د لابراتوارونو چارې ترسره کوي او دې ته ورته دوه اړخیزه همکاري به کوي.

د غونډې په پای کې د فارمسي پوهنځي او د انسا ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي ځلان تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې او د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.