د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي توکو د سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي کمیټې غونډه جوړه شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۹:۴۱
د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي توکو د سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي کمیټې غونډه جوړه شوه

غونډه د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوند کمیټې رئیس او د کمیټې د غړو په ګډون د یادې ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د "د خوراکي توکو د عمده بسته بندۍ لپاره د لیبل‌لګولو عمومي سټنډرډ" او د دې سټنډرډ مهم تخنیکي ټکي وڅېړل شول، چې په اړه یې بحث او نظریات تبادله شول.

د خوراکي توکو سټنډرډونه د کیفیت او خوندیت تضمینوي او دا زمینه برابروي چې محصولات د سیمه‌ییزو او نړیوالو معیارونو سره برابر وي. یاد سټنډرډونه د کیفیي تصدیق‌لیکونو (سرتیفیکټونو) د ورکړې لپاره لار هواروي او د نړیوال تجارت پر وړاندې تخنیکي خنډونه له منځه وړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي توکو د سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي کمیټې غونډه جوړه شوه