د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۹ - ۱۵:۱۳
د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه.

شنبه

۲۹/غبرګولی/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د لوی رییس ذبیح الله زیارمل په مشرۍ ترسره شوه چې د دې ادارې سلاکارانو، رییسانو او د اړونده برخو مسوولینو په کې برخه لرله.

په پیل کې کې ښاغلي زیارمل د مخکینۍ ناستې لارښوونې او تصمیمونه، د پرمختګ سلنه او خنډونه وڅېړل او د انسا ادارې د رول پر پیاوړتیا او د کیفیت بنسټ په برخه کې یې پر عملي ګامونو تاکید وکړ. نوموړي ظرفیت جوړونه او د انساني ځواک د کمزورو او پیاوړو ټکو پېژندنه خپل لومړیتوب وګاڼه او د ادارې د ننه د همکارۍ او همغږۍ روحیې د ایجاد غوښتونکی شو.

دغه راز د اداري چارو د ښه والي، له اړونده حکومتي ادارو او د نورو هېوادونو د سټنډرډ له ادارو سره د اړیکو د پیاوړتیا د کړنلارو او طرحو پر چمتووالي، له خصوصي سکټور او توریډي او تولیدي شرکتونو سره د غوره اړیکو ایجاد، د شرکتونو او صنایعو د مدیریتي پروسو ارزیابي او دې ته ورته د لسګونه مواردو پر سر بحث ترسره شو.

د دې ترڅنګ اړونده مسوولینو د خپلو کاري فعالیتونو راپور، وړاندیزونه او نظرونه وړاندې کړل او د لوی رییس له لوري یې د چارو د لا غوراوي په موخه یې لارښوونې او سپارښتنې ترلاسه کړې.

د انسا رهبري په دې هڅه کې ده، څو په هېواد کې اقتصادي ودې او پراختیا، د مستهلکینو د حقوقو خوندیتوب او د کیفیت بنسټ د پیاوړتیا په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه.