د سټنډرډ ملي ادارې د نساجي او چرم سټنډرډونو جوړولو تخنیکي غونډه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۰:۱۱
د سټنډرډ ملي ادارې د نساجي او چرم سټنډرډونو جوړولو تخنیکي غونډه ترسره شوه

دا غونډه د سټنډرډونو او ملي ودانیزو کوډونو د جوړولو او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، ددې کميټې د رئیس او غړو په ګډون سره د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

پدې غونډه کې د بوټ د تلي د ازمايښت د کړنلارې د سټنډرډ په مسودې او د چرم د سټنډرډ په ځینې اصطلاحاتو - په فزیکي او ميخانيکي ازمايښتونو- د اوبو د بخار د جذب په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د بوټ د تلي د سایشي مقاومت د ازمايښت کړنلارې سټندرډ د بیلابیلو بوټونو د تلي پرته د جنس په نظر کې نیولو سره کارونه لري.

ددې سټنډرډ د جوړولو موخه د اوبو د بخار د جذب اندازه کول دي او په بیلابیلو چرمونو کې په ځانګړي ډول د بوټونو په چرم کې کارول کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د نساجي او چرم سټنډرډونو جوړولو تخنیکي غونډه ترسره شوه