د سټنډرډ ملي ادارې د ودانیزو توکو د سټنډرډونو د جوړولو تخینکي غونډه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۴:۴
د سټنډرډ ملي ادارې د ودانیزو توکو د سټنډرډونو د جوړولو تخینکي غونډه ترسره شوه

د تخنیکي کمیټې غونډه د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د رئیس مولوي محمد حنیف، ددې کمیټې د رئیس او غړو په ګډون سره د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د کانکریټو لپاره د کیمیاوي اضافه کوونکو توکو د سټنډرډ په مشخصاتو او د هغې په کړنلارې او اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د ودانیزو توکو سـټنډرډونه د ځانګړتیاوو، لارښوونو، تخنیکي او مسلکي مقرراتو یوه ټولګه ده، چې معماران او انجینران یې باید په وډانیز سکتور کې تعقیب کړي ترڅو د ودانیو خوندیتوب او ثبات ډاډمن کړي او له بلې خوا د طبیعي پیښو په وړاندې د ودانۍ مقاومت زیات کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د ودانیزو توکو د سټنډرډونو د جوړولو تخینکي غونډه ترسره شوه