د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم د امام ابو حنیفه (رح) د دوهم ملي او نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون او وینا وکړه

Moasaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۸:۲۹
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم  د امام ابو حنیفه رح د دوهم ملي او نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون او وینا وکړه


الحاج ملا فیض الله تمیم د یاد نندارتون ګډونوالو ته په خپلو خبرو پر مهال وویل:
له هر څه مخکې په ننۍ نندارتون کې ګډون کوونکي د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم حاجي ملاصیب عبدالغني برادر او همدا راز د امارت اسلامي ټولو مسؤلینو او منسوبینو ته نیکي هیلي او احترامات وړاندې کوم. خدای دې وکړي چې ورځ مو په خوشحاله سره پیل کړي وي. په دوهم قدم کې د دئ نندارتون جوړونکو او ورسره همکارانو څخه مننه کوم چې د خپل هیواد اقتصادي پرمختګونو لپاره لارې هواروي. الله تعالی دې ټولې ستړیا وې په خپل عالي دربار کې قبولې کړي.
د ټولو هغه ملي تجارانو،سرمایه ګذارونو او صنعت کارانو شکریه ادا کوم چې د دې ځپل شوي هیواد په جوړولو او ودان کولو کې د خپل وس ترڅنګ خپل مال هم مصرف کوي ځکه داخلي تولیدات د هیواد اقتصادي خود کفایي په برخه کې مهم رول ادا کوي صنعت کارانو او تجارانو ورونو!
د دومره تکلیفونه او سختیو ګاللو سره چې مو فابریکې جوړې کړي،مال مو مصرف مو کړی دی زموږ هیله او ارزو دا ده چې دا خپل صنعت او تجارت کې ملي سټنډرډونه مراعات کړي ځکه سټنډرډ مراعات کول د صنعت کار ، تجار ، سرمایه ګذار ،نظام ،مستهلک او په عموم کې د ټول ملت په ګټه دی. اولس ته دا پيغام لرو چی د ا.ا به د صنعت کارانو حمايت او نظارت وکړي او صنعت کاران به هم خپل صنعت د ملي معيارونو مطابق جوړ کړي خو تاسو هم بيا د داخلي تولید څخه استفاده وکړئ او پر داخلي تولید اعتماد وکړئ.
نورې خپلې خبرې را لنډوم تر څو نورو ګډون کوونکو ته هم وخت ورکول شي او یو ځل بیا په ټولو ملي تجارانو او صنعت کارانو غږ کوم چې په خپل تجارت او صنعت د بې کیفیته توکو د تورید او تولید څخه ډډه وکړي. خپل تولید او تورید د ملي معیارونو په مراعات کولو سره د خلکو اعتماد وړ وګرځي، تر څو ستاسو ستړیا وې او د دې بیچاره ولس ژوند او مال د زیان څخه محفوظ وي .
یادونه:- ټولو محترمو ملي تجارانو او صنعت کارانو د ملي معیارونو په مطابق په تولید او تورید کې د سټنډرډ ملي اداره ستاسو په خدمت کې ده. ستاسو حمایت او همکاري پر ځان لازمه بولو.
والسلام

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴۹
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د یو شمېر مسلکي بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې ترسره شوه

د معیار او کیفیت ادارې د مطابقت ارزونې ریاست اړوند د ډبرو سکرو لابراتوار تخنیکر؛ د ډبرو، خښتو، قیر او اسفالت جیو تخنیکي تخنیکر؛ د سمنټو، کانکریټو، ګچو او چونې لابراتوار تخنیکر؛ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۳۳
Background image

د معیار او کیفیت ادارې په کابل ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو له سکټور څخه څارنه وکړه

د ریاست الوزراء اقتصادي کمیسیون د محترم مقام د لارښوونې پر اساس، ګډې څارونکې کمېټې د کابل په ښار او ولسواليو کې د اوسپنيزو توکو د تولید په برخه کې د داخلي معیارونو د پلي کولو د ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم د امام ابو حنیفه (رح) د دوهم ملي او نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون او وینا وکړه