د معیار او کیفیت ادارې په کابل ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو له سکټور څخه څارنه وکړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۳۳
څارنه

د ریاست الوزراء اقتصادي کمیسیون د محترم مقام د لارښوونې پر اساس، ګډې څارونکې کمېټې د کابل په ښار او ولسواليو کې د اوسپنيزو توکو د تولید په برخه کې د داخلي معیارونو د پلي کولو د ارزونې او څېړنې لړۍ پیل کړه.

دې کمېټې د معیار او کیفیت ادارې تر سر پرستۍ لاندې او د لاندې ادارو د استازو په شتون کې خپل فعالیت په ګډه ترسره کړ:

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  وزارت

د صنعت او سوداګرۍ وزارت

د عامې روغتیا وزارت

د چاپېریال ساتنې ملي اداره

د کور او ښار جوړولو وزارت

کابل ښاروالۍ

د صنایعو او کانونو خونې

د فرمانونو او احکامو د څارنې او تعقیب عمومي ریاست

د دغې څارنې پر مهال، یاد پلاوي د اوسپنې ویلې کولو په ۱۴ فابریکو کې د معیارونو د پلي کولو کچه، د تولیداتو کیفیت او نور اړوند تخنیکي مسایل هر اړخیز وڅېړل.

ددې اقدام موخه د کورنیو تولیداتو پیاوړي کول، د غیر معیاري تولیداتو مخنیوی او په هېواد کې د باکیفیته زیربناوو ملاتړ ښودل شوی دی.

د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي چې د څارنې دا لړۍ به په بازار کې د شفافیت او د کورنیو صنایعو د کیفیت په پار د مسؤلو بنسټونو سره په نږدې همغږۍ کې په دوامداره توګه روانه وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د معیار او کیفیت ادارې په کابل ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو له سکټور څخه څارنه وکړه