د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس او رهبري پلاوي د ازبکستان سفیر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

Moasaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۳ - ۱۴:۴۸
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس او رهبري پلاوي د ازبکستان سفیر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

دغه غونډه د قران عظیم شان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په لومړي سر کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله " تمیم" د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دواړو هیوادنو د لا زیاتو همکاریو باندې تاکید وکړ.

د ستڼډرډ ملي ادارې عمومي رئیس په خپلو خبرو کې وویل موږ کوښښ کوو دغه مجلس د دواړو هیوادنو د ښه تجارت لپاره بنسټ وګرځي.

وروسته د ازبکستان سفیر ښاغلي شادمانوف د سټنډرډ ملي ادارې له عمومي رئیس او رهبري پلاوې څخه مننه کوو چې موږ ته یې وخت راکړ چې د دواړو هیوادنو د سټنډرډ ملي ادارو د لا زیاتو همکاریو په باب وغږیږو او د دواړو هیوادنو اصلي موخه د تجارتي اړیکو پراختیا ده.

د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي چارو مرستیال مفتي محمد "حامد" په پیل کې ټولو میلمنو ته ښه راغلاست وویل او زیاته کړه ازبکستان د افغانستان نږدې ګاونډۍ دی موږ غواړو یو بل سره ښې هر اړخیزي اړیکې ولرو موږ د یو بل په مرستې کولای شو چې خپلې اړیکې ته پراختیا ورکړو.

زموږ غوښتنه له تاسو دا ده چې د سټنډرډ ملي ادارې د کارکوونکو د ظرفیت په لوړنې برخه کې موږ سره مرسته وکړی دا به زموږ په روابطو ښه اثر ولري .

د غونډې په پای کې ښاغلي شادمانوف د کارکوونکو د ظرفیت د لوړنې په برخه کې وعده وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس او رهبري پلاوي د ازبکستان سفیر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل