د سټنډرډ ملي ادارې له‌ خوا د عامې روغتیا وزارت کارکوونکو ته تخصصي ورکشاپ جوړ شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۴۴
د سټنډرډ ملي ادارې له‌ خوا د عامې روغتیا وزارت کارکوونکو ته تخصصي ورکشاپ جوړ شو

په دغه روزنیز ورکشاپ چې د عامې روغتیا وزارت لپاره د سټنډرډ جوړونې او تطبیق په اړه جوړ شوی و، د خوراکي توکو د جواز ورکونې او ثبت رئیس محمد ولي عادل، د سټنډرډ ملي ادارې د خوارکي توکو او کرنیزو محصولاتو د سټنډرډونو مسلکي کارکوونکو او د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت یو شمېر مسلکي کارکوونکو ګډون کړی و.

د دې ورکشاپ موخه دا وه، چې د خوراکي توکو د سټنډرډونو د تطبیق پر اهمیت د کارکوونکو پوهه لوړه کړي، څو د کیفیت ښه‌والی، د خوراکي خوندیتوب تأمین او د عامې روغتیا ملاتړ ته زمینه برابره شي.

پدې ورکشاپ کې د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو د سټنډرډ جوړونې امر ډاکتر وکیل رحیمي، په خپله علمي او هر اړخیزه وینا کې د سټنډرډ جوړونې اهمیت د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو، د ټولنې د روغتیا خوندیتوب او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې تشریح کړ.

نوموړي همداراز د یو تخصصي پرزینتیشن له لارې ګډونوالو ته د سټنډرډ جوړونې میکانیزم، د تطبیق پړاوونه او د خوارکي توکو په برخه کې عملي بېلګې ور وپېژندلې.

دا ورکشاپ د ګډونوالو او متخصصینو ترمنځ د متقابل بحث او پوښتنو-ځوابونو له لارې پای ته ورسېده.

سټنډرډ ملي اداره د سټنډرډ جوړونې د فرهنګ د پراخوالي ته ژمنه ده او تل هڅه کوي چې د روزنیزو او عامه پوهاوي ورکولو پروګرامونو له لارې د خلکو د روغتیا د خوندیتوب او د محصولاتو د کیفیت د لوړولو لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې له‌ خوا د عامې روغتیا وزارت کارکوونکو ته تخصصي ورکشاپ جوړ شو