د سټنډرډ ملي ادارې ځینې کارکوونکو ته د انګلیسي ژبې د زده کړې برنامه پیل شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۹:۳۱
د سټنډرډ ملي ادارې ځینې کارکوونکو ته د انګلیسي ژبې د زده کړې برنامه پیل شوه

ددې برنامې په موخه چې کومه ناسته د سټنډرډ ملي ادارې د روزنې په تالار کې جوړه شوې وه، د سټنډرډ ملي ادارې د پلان او پالیسي رئیس مفتي محمد حامد، د مالي او اداري چارو رئیس مولوي عبدالله السیف، د سټنډرډ ملي ادارې ویاند او د اړیکو او عامه پوهاوي امر قاري محمد یوسف غاور، د بشیري سرچینو مسؤلینو او په لسهاوو تنو کارکوونکو پکې ګډون کړی وو.

محترم مفتي محمد حامد د علم او پوهې د ارزښت، اهمیت او ګټې په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او وویل؛ د زده کړې او کار وړتیا الله تعالی (جل جلاله) راکړې ده، او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته لومړی امر د لوستلو وشو. نوموړي وویل: د خوښۍ ځای دی چې موږ ته د کار او زده کړو دواړو زمینه برابره شوې ده. موږ باید عصري زده کړې د دین او هېواد لپاره ترلاسه کړو څو وکولای شو له نړۍ سره ځان سیال کړو.

دا برنامه چې په دوه برخو لومړنۍ او منځني کچې پیل شوې ده، د یو کال لپاره به دوام وکړي. یاده ښوونیزه برنامه د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او خلکو ته د ښوو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې خورا ارزښت لرونکې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې ځینې کارکوونکو ته د انګلیسي ژبې د زده کړې برنامه پیل شوه