د مرکزي او ولایتي لابراټوارونو د عیارولو په موخه د لابراټوارونو نوی سرپرست معرفي شو.

Moasaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۱:۱۳
د مرکزي او ولایتي لابراټوارونو د عیارولو په موخه د لابراټوارونو نوی سرپرست معرفي شو.

د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس جناب انجنیر ذبیح الله زیارمل د لابراټواري چارو د غوراوي او انسجام په موخه د دې ادارې د لابراټوارونو سرپرست وټاکلو. د یادونې وړ ده چې ښاغلی انجنیر محمد ابراهیم ابراهیمي د انسا ادارې د لابراټوارونو د برخې یو مسلکي او تجربه لرونکی کارکوونکی دی چې د دې ادارې د یو شمېر مسوولینو په وړاندې د مرکزي لابراټوارونو سرپرست وټاکل شو.

ښاغلي زیارمل نوموړي ته د مرکز او ولایت د لابراټوارونو د فعالولو او عیارولو لارښوونه وکړه او په وینا یې له بده مرغه یو شمېر لابراټوارونه لاهم نه دي کارول شوي چې باید ژر فعال شي او ګټه ترې واخیستل شي، د دې ترڅنګ په بېلا بېلو برخو کې د نوو لابراتوارونو د ایجاد هڅه وشي. هغه له اداري فساد سره د مبارزې او پر وړ واکي ټینګار وکړ او له ابراهیمي یې وغوښتل څو د لابراټوارونو په کاري پروسه کې شفافیت رامنځ ته کړي.

په پای کې ابراهیمي د دې مسوولیت په سپارلو کې د دې ادارې له رهبرۍ مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د لابراتوارونو د ایجاد، عیارولو او فعالولو په برخه کې جدي کار کوي او همدارنګه له فساد سره په مبارزه کې به خپلې هڅې په کار اچوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د مرکزي او ولایتي لابراټوارونو د عیارولو په موخه د لابراټوارونو نوی سرپرست معرفي شو.