د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانونونو د پوهاوي او اداري لارښوونو اړوند ښوونیزه برنامه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۴:۴۱
پدې برنامه کې سټنډرډ ملي ادارې د اداري او مالي چارو رئیس محترم عبدالله السیف، د ددې ادارې د ظرفیت لوړونې برخې مسؤلینو او د یادې ادارې نوي ګمارل شویو کارکوونکو ګډون درلود.  غونډه د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره د محمود الله نوین لخوا پیل شوه.  په پیل کې د مالي او اداري چارو رئيس عبدالله السیف ددې ښوونیزې برنامې په ارزښت او اهمیت کارکوونکو ته هر اړخیزه وینا وکړه او په کارکوونکو یې تاکید وکړ څو د ښوونې او زده کړو په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.  دا برنامه د سټنډرډ ملي ادارې د بشري سرچینو د ظرفیت لوړونې امریت ل

پدې برنامه کې سټنډرډ ملي ادارې د اداري او مالي چارو رئیس محترم عبدالله السیف، د ددې ادارې د ظرفیت لوړونې برخې مسؤلینو او د یادې ادارې نوي ګمارل شویو کارکوونکو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره د محمود الله نوین لخوا پیل شوه.

په پیل کې د مالي او اداري چارو رئيس عبدالله السیف ددې ښوونیزې برنامې په ارزښت او اهمیت کارکوونکو ته هر اړخیزه وینا وکړه او په کارکوونکو یې تاکید وکړ څو د ښوونې او زده کړو په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

دا برنامه د سټنډرډ ملي ادارې د بشري سرچینو د ظرفیت لوړونې امریت لخوا ددې ادارې یو شمېر کارکوونکو ته نیول شوې ده، یاده برنامه به څلور کاري ورځې دوام وکړي، ددې برنامې څخه موخه د کارکوونکو د مدیریتي مهارتونو او د وړتیاوو لوړونه ده چې خلکو ته لاښه خدمت وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۰
Background image

افغانستان او ایران د معیار او کیفیت په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د تخنیکي او اقتصادي تعاملاتو د پراخوالي په لاره کې، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا عبدالله بشیر په خپل کاري دفتر کې د افغاسنتان لپاره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

BACK TO NEWS

د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانونونو د پوهاوي او اداري لارښوونو اړوند ښوونیزه برنامه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه