د ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي کمپاین غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۹ - ۱۳:۱۸
د ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي کمپاین غونډه ترسره شوه.

۱۸/لیندۍ/۱۳۹۹

په سټنډرډ ملي اداره کې د ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي کمپاین غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې د دې ادارې لوی رییس عزیز احمدزي، تخنیکي مرستیال مطیع الله ځلاند، مالي او اداري مرستیال عبیدالله شهزاد، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون استازي ډاکټر محمد واحد، یو شمېر رییسانو او د دې ادارې لسګونه کارکوونکو برخه درلوده.

د غونډې په پیل کې ښاغلي احمدزي د ښځو د حقوقو په تړاو خبرې وکړې او په وینا یې ښځه په ټولنه کې لوړ موقف لري او باید له حقوقو یې دفاع وکړو. د هغه په خبره ښځه د ټولنې په هره برخه کې د پام وړ رول لري او باید په کاري چاپېریال کې ورته پوره امکانات چمتو شي. نوموړي زیاته کړه، اړینه ده چې په هېواد کې د ښځو موقف وپېژندل شي او د دوی انساني او اسلامي حقوق ادا شي.

د دې ترڅنګ ښاغلي ځلاند له اسلامي اړخه د ښځو پر ارزښت او په ټولنه کې د دوی پر رول بحث وکړ. نوموړي د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې هر وګړی مسوول وګاڼه او په خبره یې باید د ښځو د حقوقو دفاع وکړو او خوندي کاري چاپېریال ورته رامنځ ته کړو.

دغه راز ښاغلي شهزاد په اداره کې د ښځو د کاري چاپېریال د چمتوالي او پراختیا په تړاو خبرې وکړې او په وینا یې ښځو ته به په اداره کې لا زیاته کاري موقع ورکول کېږي. نوموړي زیاته کړه، اوسنۍ رهبري د ښځینه طبقې ملاتړ کوي او په اداره کې به د دوی د حقوقو د خوندیتوب لپاره مناسب ماحول برابروي.

د غونډې په اوږدو کې د جنډر امرې او د یو شمېر نورو ویناوالو له وینا وروسته د دې ادارې د جنډر برخې او یو شمېر نورو ښځینه کارکوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي کمپاین غونډه ترسره شوه.