د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د شعبوو لپاره د پي وي سي پارټیشنونو او دروازو د نصبولو قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۳۶
د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د شعبوو لپاره د پي وي سي پارټیشنونو او دروازو د نصبولو قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د څانګو د پي وي سي پارټیشنونو او دروازو د تهیه او نصبولو قرارداد، محترم افغان سیکارام ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته، چې د جواز نمبر یې (56028) دی او موقعیت یې د کابل ښار د شپږمې ناحیې په علاوالدین درې لارو کې دی، د اوه سوه نهه پنځوس زره (۷۵۹،۰۰۰) افغانیو په ارزښت ورکړي.

 

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان له خپرېدو څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې په لیکلې بڼه له دلایلو سره یو ځای د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل-جلال آباد لویې لارې، د صنعتي پارکونو په ساحه کې، پخواني افغان ټېليکام (افسوتر) ریاست ته نه رسېدلی، موقعیت لري، وسپاري.

 

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې تر بشپړېدو او ورپسې قانوني پړاوونو تر ترسره کېدو پورې به قرارداد نه تړل کېږي.

Documents

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د شعبوو لپاره د پي وي سي پارټیشنونو او دروازو د نصبولو قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د شعبوو لپاره د پي وي سي پارټیشنونو او دروازو د نصبولو قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان