د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د کیفي تصدیق پاڼو د وېش پروژې د تجهیزاتو د تدارک د بیا اعلان په اړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۲۴
د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د کیفي تصدیق پاڼو د وېش پروژې د تجهیزاتو د تدارک د بیا اعلان په اړه

سټنډرډ ملي اداره ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د کیفي تصدیق پاڼو د وېش پروژې د تجهیزاتو د تدارک په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي. د اړوندې شرطپاڼې سافټ کاپي دې د ملي تدارکاتو له ویب سایټ څخه او یا په وړیا ډول په فلش ډیسک کې د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي.

 

خپل وړاندیزونه دې د شرطپاڼې د شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل سره سم، په سرتړلي ډول د اعلان له نیټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمریت ته چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره، له نوي سړک څخه وروسته په صنعتي ښارګوټي کې موقعیت لري، وسپاري. ناوخته رسیدلي او انټرنیټي وړاندیزونه د منلو وړ ندي.

 

د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه (۶۹۵،۵۰۰) شپږ سوه پنځه نوي زره او پنځه سوه افغانۍ دی. د وړاندیز پرانیست غونډه د اعلان له نیټې څخه ۲۱ تقویمي ورځې وروسته، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د سټنډرډ ملي ادارې په دریم پوړ کې د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د کیفي تصدیق پاڼو د وېش پروژې د تجهیزاتو د تدارک د بیا اعلان په اړه